د محرمیت پالیسي

پیشینه: څوک د هغه معلوماتو کنټرولر دی چې موږ یې راټولوو

مایګرشن یورکشایر له خلکو او بنسټونو سره مرسته کوي ترڅو په یورکشایر او همبر سیمه کې د هر فرد لپاره د مهاجرت ترټولو مثبتې پایلې ترلاسه شي. موږ د مشرتابه او همغږۍ، مستند کول، او عملي مرستې مسؤلیت د ټولو سکتورونو بنسټونو ته په محلي، سیمه ییز او ملي کچه په غاړه لرو. موږ د پوهې لوړول، د کډوالو د ادغام ملاتړ، او د ټولو لپاره د فرصتونو پراختیا او وده ، د یو برابر او شتمند ټولنې د جوړولو لپاره باور لرو. مایګریشن یورکشایر د شوراګانو (یا کونسلونو) له مشارکت څخه جوړشوی دی، چې د یورکشایر او همبر په ټول سیمې کې فعالیت کوي، او اوس موږ په لیډز کې میشت یو.

د دې محرمیت خبرتیا هدف دا دی چې تاسو ته په دې اړه معلومات درکړي چې: موږ کوم معلومات راټولوو کله چې تاسو زموږ خدماتو څخه استفاده کوئ، د معلوماتو کارولو څرنګوالی او موږ دا معلومات له کومو کسانو سره شریکوو. دا معلومات د بریتانیا د عمومي قوانینو سره سم چمتو شوي، چې په کې د GDPR قانون یا "د انګلستان د معلوماتو عمومي ساتنې قوانین" او "د معلوماتو ساتنې قانون" یا 2018 (DPA) شامل دي، ترڅو تاسو ته تشریح کړي چې څنګه د یورکشایر مایګرشن ستاسو شخصي معلومات د خدماتو د وړاندې کولو په موخه پروسس کوي.

د لیدز ښار شورا (کونسل) د معلوماتو کنټرولونکي په توګه د "معلوماتو د ساتنې قانون ۲۰۱۸" (DPA ACT 2018) او نورو مقرراتو لکه "د انګلستان د معلوماتو عامه ساتنې قوانین" یا (UK GDPR) په موخه فعالیت کوي، چې دا معنی لري چې دغه قوانین ټاکي چې ستاسو معلومات د څه لپاره کارول کیږي او ولې راټول کیږي. تاسو کولی شئ د لیدز ښار شورا یا کونسیل د معلوماتو د کنټرول کوونکي په توګه د اړیکې جزئیات دلته ومومئ: لیدز ښار شورا، مریون هاوس، ۱۱۰ مریون وی، لیدز، LS2 8BB.

هغه معلومات چې موږ به یې راټول کړو

تاسو ته د خدمات وړاندې کولو لپاره، مونږ لاندې معلومات ځینې یا ټول پروسس کوو:

  • نوم

  • د زیږون نېټه

  • جنسيت

  • ملیت

  • ادرس

  • تماس شمېره

  • ایمیل ادرس

  • ژبې

  • کورنۍ/وارثین اړونده معلومات

  • زده کړې یا تعلیم او کار اړونده معلومات

  • مالي معلومات

  • د غونډو ثبت، د ګروپونو غونډې او نور.

موږ همدارنګه ممکن ځینې یا ټول معلومات د لاندې ځانګړې کټګورۍ په اره هم پروسس کړو:

  • قومیت (د مهاجرت معلومات په شمول)

  • دين

  • د معلولیت/صحي حالت سره تړلي معلومات

  • جنسي تمایل

د جنایي جرمونو په اړه معلومات:

  • د جرمونو جزئیات (تورن شوی یا ترسره شوی)

  • محکومیتونه

  • اړوند امنیتي تدابیر

د معلوماتو پروسس کول د ځانګړي کتګورۍ لپاره د ۹ مادې له مخې او د جنايي جرمونو معلومات د ۱۰ مادې له مخې د لاندې شرایطو چی په جدول نمبر ۱، لومړی، دوهم او دریم برخو کې سره سم ترسره کېږي:

۱. دندې، ټولنیز امنیت او ټولنیزه ملاتړ

۶. قانوني او دولتي موخې

۱۰. د غیرقانوني کړنو مخنیوی یا کشف کول

۱۱. د عامو خلکو ساتنه

۱۸. د ماشومانو او خطر سره مخ کسانو ساتنه

د جدول نمبر ۱ ځینې شرایط د ځانګړو کتګوریو او جنايي جرمونو معلوماتو د پروسس کولو لپاره بل قانوني سند ته اړتیا لري چې د "مناسب پالیسۍ سند/appropriate policy document" یا (APD) په نوم یادیږي، دا سند د ۵ ام ماده اصولو سره د مطابقت پروسې او د شخصي معلوماتو د ساتنې او پاکولو په اړه پالیسۍ، مشخص او تشریح کوي.

دا سند همدغه پروسه تشریح کوي او د "DPA 2018" په جدول نمبر 1، 4 ام برخه کې شرایط پوره کوي، چې د دې د محرمیت د خبرتیا بشپړونکی دی.

موږ څنګه ستاسو په اړه معلومات راټولوو:

موږ ستاسو په اړه معلومات مستقیماً له تاسو څخه راټولوو (لکه د مثال په توګه، د زموږ له فورمونو څخه د بشپړولو لپاره له تاسو غوښتنه کول، د ایمیلونو یا تلیفون اړیکو له لارې، یا د مخامخ ناستو له لارې).

موږ همدارنګه ممکن ستاسو معلومات له نورو سرچینو (هم) ترلاسه کړو لکه:

  • دولتی ادارې

  • محلي چارواکي

  • د رضاکارۍ سکتور یا برخه کې همکاران

  • د صحي خدماتو وړاندې کوونکي

  • د دریمې ډلې خدماتو وړاندې کوونکي لکه د ایونتبرایت Eventbrite، مایکروسافت فارم MS Forms او نور

  • نور اړوند ادارې

ولې موږ ستاسو معلومات پروسس کوو

موږ د لاندې دلایلو لپاره ستاسو معلومات کاروو:

  • ستاسو لپاره اړوند خدمات برابرولو لپاره، لکه د کډوال بیا استوګنې برخه، پیښې او نور.

  • د پوښتنکو افرادو د اړتیاوې او ځانګړتیاوې بهتر درک کولو لپاره، ترڅو د پروژو مؤثره تحویل تضمین شي.

  • ستاسو پوښتنو ته په اغیزمنه توګه د ځواب ویلو لپاره.

  • د اړتیا په صورت کې له نورو سیمه ییزو چارواکو، مرستندویه ادارو او شریکانو سره د اړوندو معلوماتو شریکولو لپاره (د بیلګې په توګه، د مرستې وړاندیزونو په صورت کې، یا د خدمتونو وړاندې کول).

  • د معلوماتو راټولولو او تحلیل لپاره تر څو موږ وکولای شو د خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالي او د ځانګړو پروژو په اړه د ګډون او تجربې په اړه پلان جوړ کړو. هر معلومات چې تاسو د ځانګړو پروژو په اړه چمتو کړي وي، ممکن د یوه وروستي راپور د جوړولو لپاره وکارول شي چې ممکن د عامه خلکو سره شریک شي. معلومات په دې راپورونو کې ناشناس پاتې کیږي او هیڅ داسې معلومات نه لري چې پیژندل کیدی شي.

  • د ځانګړو خدمتونو لپاره د وړتیا ارزونې لپاره

  • د پیسو د تادیاتو لپاره (لکه د مصرفونو تادیات)

د راټول شوي معلوماتو سره په بشپړه ډاډ او د "د معلوماتو د ساتنې قانون 2018" او "د انګلستان عمومي د معلوماتو د ساتنې مقررات" (UK GDPR) د شرایطو سره سم چلند کیږي. ستاسو لخوا چمتو شوي معلومات به یوازې د ټاکل شوي موخو لپاره وکارول شي.

د پروسس لپاره قانوني اساس

موږ ستاسو شخصي معلومات د UK GDPR د مادې 6(1) سره سم پروسس کوو. پروسس به یوازې هغه وخت قانوني وي که چیرې لاندې موارد پلي شي:

  • ۶ ام ماده (۱)(الف) – د معلوماتو موضوع یا هغه شخص چې معلومات یې راټولیږي، د خپلو شخصي معلوماتو د پروسس لپاره په یو یا ډېرو ټاکلو موخو رضایت ورکړی وي؛

  • ۶ ام ماده (۱) (b) – د معلوماتو پروسس کول د یو تړون د پلي کولو لپاره چې د معلوماتو موضوع یا هغه کس چې معلومات یې راټولېږي، پکې طرف وي، یا د تړون له لاسلیک دمخه، د معلوماتو د موضوع په غوښتنه د اقداماتو ترسره کولو لپاره اړین وي؛

  • ۶ ام ماده (۱) (c) – پروسس کول (په دې شرط چې له یوه قانوني مکلفیت سره سمون لري چې کنټرولر یې مسؤل وي) ضروري وي؛

  • ۶ ام ماده (۱) (e) – د عامه ګټې په خاطر د یوې دندې ترسره کولو لپاره د معلوماتو پروسس کول ضروري وي، یا د هغه رسمي واک د ترلاسه کولو په لاره کې چې کنټرولر ته سپارل شوي وي.

  • ۶ ام ماده (1)(ف) - د مشروع ګټو لپاره پروسس کول چې د کنترول کوونکي یا د دریمې ډلې لخوا تعقیب کیږي ضروري دي، پرته له دې چې داسې ګټې د هغو ګټو یا حقوقو او بنسټیزو آزادیو سره چې د معلوماتو موضوع ته اړوند دي او د شخصي معلوماتو د ساتنې اړتیا لري، په ځانګړې توګه کله چې د معلوماتو موضوع یوه ماشوم وي، لغوه یا باطل شي.

مورد (f) باید د عامه مقامات (ادارې) لخوا ترسره کیدونکي پروسې د دندو د ترسره کولو پر مهال په اړه پلي نشي.

موږ به ستاسو د ځانګړي کټګورۍ معلومات د UK GDPR د 9 ام ماده (2) سره سم پروسس کړو. پروسس به یوازې په هغه صورت کې او تر یوې کچې پورې قانوني وي چې لاندې موارد پلي شي:

9 ام ماده (2)(a) – د معلوماتو موضوع د شخصي معلوماتو پروسس د یو یا څو مشخصو موخو لپاره صریح رضایت ورکړی دی؛

9 ام ماده (2)(g) – پروسس د عامه ګټو له امله په مهمه توګه اړین دی. دا قانوني بنسټ د دې پروسس سره تړلي قانون جوړونې اعمال پر اساس دی.

دا قانوني بنسټ د لاندې هفو قانون جوړونې اعمالو پر بنسټ دی چې د دې پروسې سره تړلو محلي چارواکو دندې او مسؤلیتونه ټاکي:

  • د مهاجرت او کډوالۍ قانون ۱۹۹۹ (Immigration and Asylum Act 1999)

  • د هوساینې سمون او کار قانون ۲۰۱۶ (Welfare Reform and Work Act 2016)

  • د ماشومانو او کورنیو قانون ۲۰۱۴ (Children and Families Act 2014)

  • د ماشومانو او ټولنیزو چارو قانون ۲۰۱۷ (Children and Social Work Act 2017)

  • د ماشومانو قانون ۱۹۸۹ (Children Act 1989)

  • د زیان منونکو ډلو د ساتنې قانون ۲۰۰۶ (Safeguarding Vulnerable Groups Act 2006)

  • د روغتیا او ټولنیزو چارو قانون ۲۰۱۲ (Health and Social Care Act 2012)

ستاسو رضايت بيرته اخيستل

تاسو حق لرئ چې هر وخت خپله رضايت بيرته واخلئ. که تاسو پرېکړه وکړئ چې نور نه غواړئ ګډون وکړئ، مهرباني وکړئ admin@migrationyorkshire.org.uk ته ايميل ولېږئ.

کله چې موږ له تاسو څخه د شخصي معلوماتو د حذفولو غوښتنه ترلاسه کوو، دا به په ۷ ورځو کې عملي شي. په داسې حال کې چې موږ غواړو ستاسو ټول شخصي معلومات حذف کړو، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ممکن موږ نشو کولی هغه معلومات چې په تېر کې په تحلیلونو او راپورونو کې کارول شوي، حذف کړو.

د معلوماتو ساتنه، زیرمه کول او لیرې کول

د معلوماتو ساتلو په برخه کې زموږ پالیسۍ او طرزالعملونه زموږ د قانوني ژمنو په اړه د معلوماتو ساتنې ډاډمن کولو لپاره ډیزاین شوي او په دې برخه کې مرسته کوي.

دا په دی معنی چې ستاسو معلومات تر ۱۲ میاشتو وروسته له دې چې موږ تاسو ته د خدماتو وړاندې کول بند کړو، ساتل کیږي، مګر که چیرې قانون ووايي چې موږ باید دا د اوږدې مودې لپاره وساتو یا که د دې کار لپاره تجارتي یا قراردادي اړتیا شتون ولري (لکه د پروژې ریکارډونه د تفتیش موخو لپاره). له دې وروسته، ستاسو معلومات به حذف یا آرشیف شي.

ستاسو معلومات له چا سره شریکولی شو؟

موږ ستاسو معلومات ښايي له هغو کسانو او ادارو سره شریک کړو چې ځینې یې لاندې ښودل شوي دي:

  • د لیډز ښار شورا داخلي څانګې

  • د پروژې شریکان

  • د خدمتونو چمتو کوونکي

  • د روغتیایي خدمتونو چمتو کوونکي

  • نور محلي چارواکي

  • د روزنې/ټریننګ چمتو کونکي

  • دولتی ادارې لکه هوم آفیس، DWP او نور.

سر بیره، موږ به ستاسو شخصي معلومات (په لاندې حالاتو کې) شریک کړو:

  • هغه ځای چې دې ډول افشا کول د قانوني مکلفیت سره په سمون چې موږ ورسره تړلي یو، اړین وي؛

  • ستاسو د یا د بل کوم شخص د خورا مهمو ګټو د ساتنې په موخه؛

  • د امنیت او د درغلیو او نورو جنایي فعالیتونو د مخنیوي لپاره؛

  • چیرته چې داسې افشاء کول د قانوني ادعاګانو د جوړولو، تمرین کولو یا کارولو، او یا د دفاع لپاره، که په محاکمه کې وي یا په اداري پروسه کې یا د محکمې نه بهر، ضروري وي.

خپلواکه پرېکړه کول

• ستاسو معلومات به د هیچ ډول خپلواکه پرېکړه کولو لپاره ، د پروفایل جوړولو په شمول، ونه کارول شي.

ستاسو حقوق

د انګلستان د GDPR قانون سره سم لاندې حقوق ستاسو لپاره شتون لري:

  • د لاسرسي حق – تاسو کولی شئ زموږ څخه ستاسو د شخصي معلوماتو کاپي وغواړئ؛

  • د سمون حق – تاسو کولی شئ له موږ څخه وغواړئ چې ناسم شخصي معلومات سم کړو او نیمګړي شخصي معلومات بشپړ کړو؛

  • د پاکولو حق – تاسو کولی شئ له موږ څخه وغواړئ ستاسو شخصي معلومات پاک کړو؛

  • د پروسس د محدودولو حق – تاسو کولی شئ له موږ څخه وغواړئ ستاسو شخصي معلوماتو پروسس محدود کړو؛

  • د معلوماتو د لېږد حق – تاسو کولی شئ له موږ څخه وغواړئ ستاسو شخصي معلومات بل ادارې ته یا تاسو ته ولېږدو؛

  • د پروسس کولو په وړاندې د اعتراض حق – په داسې ډول چې تاسو کولی شئ خپل شخصي معلومات د پروسس کولو په اړه اعتراض وکړئ؛ او

  • د نظارتي ادارې سره د شکایت حق – تاسو کولی شئ زموږ لخوا ستاسو د شخصي معلوماتو پروسس کولو په اړه شکایت وکړئ.

ستاسو د معلوماتو ټول حقوق هغه وخت پلي کیږي کله چې موږ ستاسو معلومات د ستاسو په رضایت پروسس کوو.

کله چې موږ ستاسو معلومات د قانوني تعهد لاندې پروسس کوو، ځینې حقوق پلي نه کیږي، لکه پاکول، د معلوماتو لیږد وړتیا، د پروسس کولو پر وړاندې اعتراض او د رضایت اخیستلو حق.

چیرې چې موږ ستاسو معلومات د یوه قرارداد تر لاندې پروسس کوو، د لاندې معلوماتو د پروسس کولو پر سر حق نه لرئ چی اعتراض وکړئ. تاسو کولی شئ د خپلې شخصي معلوماتو د پروسس کولو په اړه د خپلې رضایت بیرته اخیستلو سره اعتراض وکړئ.

چیرته چې موږ ستاسو معلومات د عامه وظیفې په اساس پروسس کوو، لاندې د معلوماتو حقونه نه پلي کیږي: د پاکولو حق، د لېږد وړتیا حق او د رضایت بیرته اخیستلو حق.

دا حقوق د ځانګړو محدودیتونو او استثناؤاتو تابع دی. تاسو کولی شئ د خپلو حقوقو په اړه اړین معلومات د خپل فردي حقوقو په پاڼه او د معلوماتو کمیشنر د دفتر بهرني لینک له لارې ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ د خپلو شخصي معلوماتو په اړه پورته ذکر شوي هر حق د لاندې ورکړل شویو تماس جزیاتو په کارولو سره موږ ته د لیکلو له لارې اجرا کړئ.

کله چې ستاسو معلومات نورو هیوادونو ته لیږل کیږي

تاسو هغه معلومات چې چمتو کوئ، د اروپایي اتحادیې نه بهر بل هیواد ته انتقال نشي.

زموږ سره اړیکه ونیسئ

هر ډول پوښتنې د دې محرمیت خبرتیا په اړه باید لاندې اړیکو ته واستول شي:

د اړیکې شمیره: 01133788188

برېښنالیک: admin@migrationyorkshire.org.uk

مایګریشن یورکشایر

څلورم پوړ (غربي برخه)

مریون هاوس

110، مریون سنټر

لیډز

LS2 8BB

د معلوماتو د ساتنې مسؤل

آرون لیندن

د معلوماتو د مدیریت او حکومتولۍ ریس - د معلوماتو د ساتنې آمر

د لیډز ښار شورا

مریون هاوس

۱۱۰ مریون وې

لیډز

LS2 8BB

DPO@leeds.gov.uk

د لیډز ښار شورا د شخصي معلوماتو د ساتنې اعلان د لاسرسي وړ دی.

شکایتونه

که تاسو د خپلو معلوماتو د رسیدګۍ طریقه څخه ناراضه یاست، نو تاسو باید په لومړي سر کې له مایګرشن یورکشایر سره خبرې وکړئ.

هر ډول شکایت چې د معلوماتو د ساتنې په اړه وي، چې مایګرشن یورکشایر څنګه ستاسو شخصي معلومات پروسس کړي، د لیدز ښار د شورا د شکایتونو پالیسي سره سم به رسیدګي وشي. تاسو کولی شئ د دې لینک له لارې د شکایت وړاندې کولو په اړه اړین معلومات ومومئ.

که موږ ستاسو شکایت حل او ورسره معامله ونه کړو، تاسو د معلوماتو کمیشنر ته مراجعه کولی شئ که فکر کوئ د معلوماتو د ساتنې قانون څخه سرغړونه شوې ده. نور جزئیات د معلوماتو د کمیشنر په ویب پاڼه کې موندلی شئ.

د دې تګلارې/پالیسی بدلونونو

موږ دا محرمیت تګلاره په منظمه توګه بیاکتنه کوو او ښايي وخت په وخت یې اپډېټ کړو. موږ به هر بدلون دلته خپور کړو، نو ډاډه شئ چې په منظمو وقفو (دا پاڼه) ګورئ.

دا تګلاره وروستۍ ځل د فبروري 2026 کې اپډېټ شوې ده.